مثبت نظر خوښوونکي

مثبت نظر خوښونکي، څنګه کولای شو چی مثبت نظر خوښونکي شو؟ اوڅنګه کولای شو چی مثبت نظر ولرو؟ که چیری غواړی چی پوهه شئ چی مثبت نظر خوښونکي څومره بریالي دی په خپل ژوند کی نو لاندې مقاله ولولئ. 

مثبت نظر خوښوونکي

څنګه کولای شو چی مثبت نظر خوښونکي شو؟

د ژوند په اړه مو که نظر مثبت وي او د هر شي د روښانه اړخ له لیدو سره روږدي یاست، نو له بې شمیره ستونزو څخه به ځان وژغورئ. څو شېبې په یوازې توګه او د زړه له کومې د خپلو پټو خیالاتو او احساساتو د څیړلو هڅه وکړئ، تاسو نهیلي یاست یا هیله مند؟ مثبت نظر خوښوئ که منفي؟ ددې پوښتنو د ځوابونو پیداکول ډیر اړین دي. له دې امله چې د انسان طرز فکر او چلند د هغه د ژوند ډیرې لویې او مهمې پېښې زیږوي. 

د ارواپوهانو وینا ده، که انسان وغواړي نو یوازې د فکر د طریقې او لارې په بدلیدو د خپل ژوند ټول چوکاټ بدلولای شي. که څوک ووایي، چې د سوسن تړاو له پیاز سره دی او بل څوک ووایي چې د پیاز تړاو د سوسن له کورنۍ سره دی نو د دواړو خبره به سمه وي، خو د فکر کولو په انداز کې یې چې کوم ښکاره توپیر لیدل کیږي، له دې فقرو څخه په ښه توګه څرګندیږي لومړی سړی د نهیلۍ ښکار دی، په داسې حال کې چې دوهم سړی د شیانو د روښانه اړخ د لیدلو روږدی معلومیږي او مثبت فکر لري. 

په یاد ولرئ د انسان په ذهن کې چې هر څه راګرځي او هر ډول فکر چې کوي، نو د فکر کولو اړونده پایله هم ترلاسه کوي، که منفي فکر لري او تل د هر شي د منفي اړخ په اړه فکر کوي نو په ژوند کې به پرته له خواشینۍ، غم، خفګان او ناکامي بل څه لاس ته رانه وړي. که چیرې مثبت فکر لري او تل د شیانو د مثبت او روښانه اړخ په اړه فکر کوي، نو ژوند به یې هم د خوښۍ، خوشحالۍ او کامیابیو ټولګه وي. 

Post a Comment

0 Comments