له ستوماني نه ژغورنه| څنګه کولای شو چی له ستوماني نه ځان وژغورو؟


څنګه کولای شو چی ځان له ستوماني نه وژغورو؟ او څنګه کولای  شو چی په ستوماني برلاسي شو؟ که غواړی چی له ستومانی ځان خلاص کړی او په هغې برلاسي شئ نو لاندې مقالع ولولئ

له ستوماني نه ژغورنه| څنګه کولای شو چی له ستوماني نه ځان وژغورو؟

څنګه کولای شو چی له ستوماني نه ځان وژغورو؟ 

د خپل ملګري لیدو ته ځئ، له اوږده سفره وروسته یې کورته رسیږئ؛ خو په کور کې څوک نشته. د ستوماني له امله کورته د ننوتلو هیله لرئ په همدې شیبه کې ګورئ؛ چې یوه کړکۍ خلاصه پاتې ده، په کړکۍ ورننوځئ چې لږ آرام وکړئ او دمه مو جوړه شي. په دې هم ښه پوهیږئ که ملګری مو په کورکې وي، نو ستاسو ښه میلمه پالنه به یې کړې وای. په دې هم ښه پوهیږئ چې کله راشي او تاسو په کور کې وویني نو په لیدو مو خوشحالیږي؛ خو بیا هم ډاډ او اطمینان نه احساسوئ څرنګه چي د ملګري په شتون کې او په وره د ورننوتو څخه يې احساسوئ لامل یې دا دی، چې له قانون سرغړونه شوې ده. هر څومره وخت چې هلته ملګري ته سترګې په لار یاست، نو په هغه اندازه به مو وجدان ملامتوي او تاسو به د جرم احساس کوئ. وروسته ډیر ناکراریږئ او له ناکرارۍ ښايي په کوټه کې ګرځئ راګرځئ. که څه هم د ستړیا د لرې کولو او دمې جوړولو لپاره ور دننه شوي وئ، خو د سرغړونې له امله په دې موخه کې پاتې راغلاست.

په تجارتي چاپیریال کې دې خبرو ته پاملرنه ډیر اهمیت لري، چې له امله یې یقیناََ ډیرې اروایي ګټې ترلاسه کیږي، تاسو به د خوښې او ارامې احساس کوئ. مشران او آمرین چې کله غواړي په خپل لاس لاندې کوم کار ترسره کړي نو هغوی ته نه ورځي بلکې هغوی خپل دفتر ته رابولي او د کار هدایت ورکوي. د ښو پایلو د لاسته راولو لپاره غوره داده، چې تاسو یې دفتر ته ورشئ او د کار په اړه ورسره وغږیږئ.

په دې توګه هغوی ځانونه د اهمیت وړ ګڼي، ډير خوشحالیږي په ډیر دقت او ځير ستاسو خبرې اوري او د لازیاتو مرستو هڅه کوي. آیا د کمترۍ د احساس ښکار یاست؟ ددې احساس له امله ډیرې خلک خبرې د راز په بڼه ساتي. د راز د پټیدو لپاره چې څومره هڅه کوي خو راز لاپسې ښکاره کیږي. خو که همت وکړئ او د راز خبره ووایاست، نو ډار به مو ورو ورو له تاسو څخه لرې کیږي او اعتماد مو ورځ په ورځ ډیریږي، خو په دې لړ کې د پوهیدو وړ خبره دا ده، چې که له خلکو سره ښه چلند وکړئ، نو د هیڅ خبرې د پټیدو اړتیا نه لیدل کیږي.

یوه پخوانۍ اصطلاح ده، لوړ چې ځې د لارې له خلکو سره ښه چلند کوه له دې امله کله چې لاندې راځې، نو اړیکه او راشه  درشه  دې له دوی سره ده. کامیاب او هوښیار خلک تل له خپلو لاس لاندو سره په ډیره ښه طریقه خبرې او چلند کوي، که څه هم هغه په دې پوهیږي، چې پورته خوا ته روان دی او لاندې نه را پریوځي.

Post a Comment

0 Comments