تاسو د ژوند په هره برخه کې بریالیتوب ترلاسه کولای شئ. په دی مقاله کی مونږ دا زده کوو چې څنګه کولای شو په ژوند کې بریالیتوب ترلاسه کړو؟ او یو بریالي انسان شو؟
تاسو د ژوند په هره برخه کې بریالیتوب ترلاسه کولای شئ.
(( هیتهودن، ستا په مقابل کې پاتې راغلم څومره موده وشوه، خو د موسیقۍ یو ابجد دې هم زده نه کړ، یقین چې هیڅ شې نشې زده کولای ډیر کمزوری ذهن لری)) دا هغه الفاظ دي چې د موسیقي د استاد له خولې هیتهودن ته راوتل، خو هغه پټه خوله ولاړ و.
تر ډیرې مودې یې دا سپکې سپورې زغملې د ماشومتوب او ځوانۍ ډیره برخه یې په ناکامۍ او د ستونزو او لانجو په کړکیچ کې تیره شوه. خو یوه ورځ یې نوم د سپوږمۍ په څیر ولرمځلیده او د یوه تکړه هنرمند په توګه یې نړۍ ته ډيره لویه شتمني ډالۍ کړهږ
د نغمو په زیرو بم پوه خلک اوس هم له هغه سره لیونۍ مینه لري هغه هغه مړ دی، خو نوم یې تل ژوندی دی. په تاریخ کې داسې پیښې ډیرې تر سترګو کیږي، هغو خلکو چې بې مثاله بریالیتوبونه ترلاسه کړي وو او وروسته له مړینې یې د خپلو کارونو څرګند او تلپاتې انځورونه پریښي وو.
په هغو کې اکثرو ته د کمزوري ذهن د خاوندانو په سترګه کتل کیدل. داسې څوک به وي، چې نیوټن ونه پیژني هغه د خپل وخت حرانوونکی شخصیت و؛ خو د ژوند ډيره برخه یې داسې تیره کړې، لکه هغه د لوی کار د کولو وړتیا نه لري.
چرچل د زده کړو پر مهال ډير شوخ هلک وو او ټوله ورځ به په لوبو بوخت و، تل د ټولګي په اخره څوکۍ کې ولاړ و ځکه چې سبق یې نه وایه؛ خو پوهیږئ چې د انګلستان په تاریخ کې یې څه ډول کردار ادا کړ او ریښتیا خبره خو دا ده، چې یو وخت د سیاستوالو ټوله ډله یې په شاوخوا راټولیدله.
ډیوک اَف د لنګټن په پوځي مهارتونو کې هغو لوړو څوکو ته ورسیده، چې ډير لږ خلک ورته رسیږي. د اسکاوټ تحریک، چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې کار کوي او هر باتعلیم سړی یې په اړه پوهیږي، د دې تحریک بنسټ ایښودونکي لارډ بېډن ته یې د کمزوري ذهن له امله د اکسفورډ په پوهنتون کې د شاملیدو اجازه نه ورکوله.
دا ټولې پیښې هغو ښکاره اشاره کوي، چې د بریالیتوب لپاره کوم عمر نه دی ټاکل شوی. په عمومي توګه داسې ګڼل کیږي، چې تیر عمر بیرته نه راګرځي، دا خبره هم تر یوه حده سمه ده؛ خو د دې معنا نه لري، چې پاتې عمر لاس تر زنې کښېنو.
زموږ دننه د څه کولو هیلې را پیدا کیږي، خو ددې خبرې په کولو بیرته شاته کیږو، چې د څه کولو وخت تیر شوی دی. دا احساس له بې همتۍ او بې عقلۍ را پیداکیږي. تاسو هره شېبه یو لوی عمل کولای شیئ، د لویو خلکو د ژوند له حالاتو معلومیږي، چې د کامیابي لاسته راوړل ډير وروسته پیل شوي دي او څومره چې په ځنډ پیل شوي وو، په هغه اندازه تیزي پکې پټه وه. په عمومي توګه د کامیابۍ ګلان د ژوند په لومړیو پسرلیو کې نه غوړیږي.
0 Comments